د افغانستان د صنعت کارانو ټولنه د کورنیو تولیداتو په کارولو ټینګار کوي.
د دې ټولنې مشرشیربازکمین زاده ازادي راډیو ته وویل، چې د کورینو تولیداتو څخه ګټه اخیستل به د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي.
د ښاغلي کمین زاده په خبره، حکومت باید د صنعت کارانو او بزګرو ملاتړ وکړي څو کورني تولیدات په ښه کیفیت بازار ته وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تیره اونۍ په هرات کې د افغاني تولیداتو یو نندارتون جوړ شوی و، چې زیات شمېرخلکو ورڅخه لیدنه وکړه او د دغه نندارتون محصولات یې رانیول.