الشباب ډله: اسلامي وسله والو شاوخوا ۲۵ تنه کینیایي پولیس ووژل

له القاعده سره تړلې الشباب ډله وایي، اسلامي وسله والو د دوشنبې په ورځ شاوخوا ۲۵ تنه کینیایي پولیس ووژل.

د سومالیا د دغې اسلامي ډلې یو ویاند وایي، پر پولیسو د کینیا د ختیځ په یوه کلي کې وروسته له هغې حمله وشوه، چې د سپرلۍ موټر یې په سړک کې پر یوه ښخ شوي ماین وخوت.

د الشباب ویاند شیخ عبدياسیس ابو موصاب وایي:

((د پولیسو ټولې وسلې مو ونیولي، څوتنه کینیایي پولیس په تیښتې بریالي شول.))

الشباب په دې وروستیو کې په کینیا کې یوشمېرحملې کړي او هڅه کوي چې نایروبي اړکړې چې له سومالیا څخه خپل عسکر وباسي.

تیره میاشت د کینیا د یوه پوهنتون په حمله کې ۱۴۸ کسان وژل شوي وو.