د راپورونو له مخې د اسلامي دولت ډلې وسله وال د عراق په رمادي ښار کې چې یوه اونۍ مخکې یې له عراقي ځواکونو نیولی، خپل ځواکونه پیاوړي کوي.
په داسې حال کې چې عراقي ځواکونو د انبار ولایت د مرکز د بیرته نیولو ژمنه کړې، د دې سیمې اوسیدونکو وویل، چې د اسلامي دولت ډلې وسله وال د دوشنبې د ورځې ناوخته په لاریو کې دې ښار ته را ورسیدل.
د دوشنبې په ورځ عراقي ځواکونو د شیعه ملیشو او سوني قبایلي جنګیالیو په ملتیا د التاش کلي چې د رمادي جنوب لورته په شل کیلومترۍ کې پروت دی، بیرته ونیو.
د امریکا دفاع وزیراشټن کارترد دوشنبې په ورځ د عراق پوځ تورن کړی چې رمادي یې د دښمن یوه کوچني ځواک ته پریښود.
د عراق د صدراعظم حیدرالعبادي یوه ویاند دغه څرګندونې رد کړې او هغه یې حیرانونکې او بې وخته وبللې.
په عین حال کې یوه ایراني جنرال چې په منځني ختیځ کې د ایران د ملیشه ځواکونود فعالیتونو مسول دی وویل، چې متحده ایالات او نور قدرتونه د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې جګړه کې پاتې راغلي دي.