کندهار: وسله وال د عالي دارالمعلمین د لیليې له ودانۍ څخه پر پولیسو ډزې کوي

د کندهار سیمه ییز چارواکي وايي، چې تیره شپه یو شمېر وسله وال مخالفین د کندهار ښار د عالي دارالمعلمین د لیليې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه پر پولیسو ډزې کوي.

د کندهار والي ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیوته وویل، چې یاد وسله وال تیره شپه اته بجې دغه ودانۍ ته پورته شوي او تراوسه مقاومت کوي.

صمیم وویل، چې په دغه نښته کې تر دا مهاله یوازې درې پولیس ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه پيښه کې محصلینوته زیان نه دی رسیدلی او افغان سرتیرو د پيښې پر مهال له لیليې څخه را ایستلي دي.

د یوه بل خبرله مخې تیره شپه په شاولي کوټ ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي.

صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل، چې د پيښې قربانیان د پاخه عمر لرونکي خلک دي.

تر دا مهاله د دې دواړو پيښو په اړه وسله والو مخالفینو څه نه دي ویلي.