د افغانستان دفاع وزارت: داعش په افغانستان کې ځای نه لري

د افغانستان دفاع وزارت وایي، د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله وال به هیڅکله هم ونه شي کړای چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په تیره بیا د منځنۍ اسیا پر ضد وکاروي.

دا خبره د دفاع وزارت د اوپراسیون ریس جنرال افضل امان له ازادي راډیو سره په مرکه کې وکړه او ویې ویل چې؛ داعش په افغانستان کې ځای نه لري:

((موږ د دښمن د ټولو تحرکاتو په وړاندې ښه تیاری نیولی او دښمن به ونه توانیږي چې پرمختلفو سیمو د تهاجم لپاره د افغانستان له خاورې د وسیلې په توګه کار واخلي.))

په افغانستان کې د داعش له حضور سره داسې اندیښنې راپورته شوي چې ښایي دغه ډله د فعالیت لمن د مرکزي اسیا هېوادونو ته وغزوي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان کېمپبل ویلي، چې د اسلامي دولت ډلې تر اوسه په افغانستان کې عملیاتوته مخه نه ده کړې خو دغې ډلې په جدیت سره د ټولنیزو رسنیو له لارې د استخدام لړۍ تیزه کړې ده.