کورنیوچارو وزارت: د عملیاتوپه نتیجه کې ۵۲ وسله وال مخالفین وژل شوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، په تیرو دو ورځو کې د افغانستان په مختلفو سیمو کې د عملیاتو په نتیجه کې ۵۲ د دولت وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

دغه وزارت پرون د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دغه عملیات درې واړو امنیتي ارګانونو په ګډه په ننګرهار، لغمان، بغلان، بدخشان، سرپل، لوګر، پکتیکا، فراه، نیمروز او هلمند کې ترسره کړي دي.

افغان امنیتي ځواکونو په دې وروستیو کې د طالبانو پر ضد تهاجمي عملیات تیز کړي دي.