د امریکا دفاع وزیر اشټن کارتر وايي؛ عراقي ځواکونه د رمادي ښار په جګړه کې پاتې راغلل او زیاتوي چې عراقي سرتېرو د خپل ځان د دفاع لپاره اراده نه درلوده.
ښاغلي کارتر چې له سي. ان. ان ټلویزیون سره په مرکه کې خبرې کولې وویل؛ ظاهراً څه چې پېښ شوي دا دي چې عراقي ځواکونو د جګړې لپاره هېڅ راز اراده نه درلوده. کارټر زیاته کړه چې عراقي ځواکونو په انبار ولایت کې خورا زیاتې پوستې درلودې خو ډېرژر یې ښار پرېښوده.
عراقي ځواکونو د امریکا له خوا دوی ته ورکړل شوي زیات شمېر امریکايي وسایط چې ټانکونه هم په کې وو؛ د تېښتې پرمهال پرېښودل.
د عراق د پارلمان د دفاعي او امنیتي کمیټې مشر حکیم الزامیلي Hakim al-Zamili د کارتر څرګندونې ناسمې او بې بنسټه وبللې. نوموړي اسوشیېټدپرېس خبري آژانس ته وویل چې واشنګټن عراقي پوځ ته ښه تجهیزات؛ وسلې او د هوايي ملاتړ وسایل نه دي چمتو کړي.