د لبنان د حزب الله ډلې مشر وايي چې د ده جنګیالي به د سوریې په کورنۍ جګړه کې د دولتي ځواکونو په پلوي خپل رول پراخ کړي.
شیخ حسن نصرالله چې په دوه زرم کال کې د لبنان له جنوب څخه د اسراییلي پوځ د وتلو د کلېزې په مناسبت غونډه کې وینا کوله؛ وویل، حزب الله به په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې او د القاعده شبکې د افراطي وسله والو پرضد جګړه وکړي.
حسن نصرالله چې د لوی ویډیویي سکرین پرمخ له نامعلوم موقعیت څخه خبرې کولې؛ وویل، په سوریه کې زموږ حضور به هروخت چې موږ ته اړتیا وي؛ پراخ شي. نوموړي زیاته کړه چې د ده ډله د سوریې په ګڼ شمېر سیمو کې فعاله ده او د دوی جګړې ته د اړتیا په صورت کې به په عمل لاس پورې کړي.
نصرالله دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د سوریې پوځي ځواکونو په دې وروستیو کې د داعش په وړاندې څو ځلې ماتې وخوړه او په دې ترڅ کې تېره اونۍ د داعش وسله والو د پالمېرا ښار ونیوه.
د لبنان حزب الله ډله چې ایران یې ملاتړ کوي؛ د سوریې د ولسمشر بشاراسد له نژدې پلویانو څخه ده.