چارواکي وايي، وسله والو مخالفینو په جوزجان ولایت کې یوه ځوانه ښځه او یو سړی د نامشروع اړیکو په تور وژلي دي.
د جوزجان د امنیت امرعبدالحفیظ ازادي راډیو ته وویل، چې یاد کسان تیره شپه د دې ولایت په مردیان ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو له خوا وژل شوي دي.
هغه وویل، چې ښځه پنځه ویشت او سړی دوه دیریش کاله عمر لري.
نوموړي زیاته کړه، چې وسله والو طالبانو د وژل شوي ښځې او سړي جسدونه د دغه ولسوالۍ په مربوطاتو کې غورځولي وو، چې نن سهار د دوی له خوا پیدا شو.
نوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه تحقیقات روان دي.