سبا (دوشنبه) به په اسلام اباد کې د اسیا د زړه هېوادونو د پروسې غونډه جوړه شي

ټآکل شوې سبا د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې د اسیا د زړه هېوادونو یا د استانبول د پروسې غونډه جوړه شي.

د دې غونډې مشري د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اعزاز احمد چوهدري او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی کوي.

په کابل کې د پاکستان سفارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې غونډه کې د سیمې د دولسو هېوادونو استازي ګډون کوي او د بحث تمرکز به په افغانستان کې د سولې او امنیت پر ټینګښت وي.

د استانبول پروسه په ۲۰۱۱ میلادي کال کې پيل شوې او له هغه را وروسته د سیمې د هېوادونو په کچه څو ځله ورته غونډه جوړه شوې ده.