د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکې د دولت له خوا د حق العبور په نامه د مالیې د لوړولو له پلوه اندیښنه لري.
د دې خونې مرسیتال خان جان الکوزۍ وایې، د وزیرانو شورا د قوانینو کیمټې نن د حق العبور مالیه د مالیې وزارت د وړاندیز له مخې د یوې افغانۍ څخه دو افغانیو یعنې دوه سوه فیصده لوړه کړه:
((پر تیلو باندې د سړک یا د حق العبور پيسې اضافه شوې، موږ تر اوسه د سړک جوړولو لپاره دولت ته درې عشاریه شپږ سوه میلیونه ډالر مالیه ورکول اوس یې اوو میلیارده ډالرو ته پورته کړه.))
الکوزی وایي، چې په دې پریکړه باید له سره غور وشي ځکه چې د موادو په بیو اغیزه کوي.