ملي امنیت: له ISI سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تفاهم نه دی نهایي شوی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، چې له پاکستان سره د استخباراتي معلوماتو د تبادلې تفاهم تراوسه نه دی نهایي شوی او وایي، په دې برخه کې به په دقت او له ښکیلو ډلو سره په مشورې ګام پورته شي.

دې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشربه د دې تفاهم لیک صلاحیتونه او حدود معلوموي او پرمتن به یې د ملي امنیت شورا په عمومي غونډه کې بحث کیږي.

دغه ډاډ په داسې حال کې ورکول کیږي چې ولسي جرګه په دې اړه اندیښمنه ده او نن یې د ملي امنیت عمومي ریس رحمت الله نبیل خپلې غونډې ته ورغوښتی دی.

د ولسي جرګې یو شمېرغړي بیا ټینګارکوي، چې دا سند مخکې له مخکې لاسلیک شوی دی او وایي، چې ولسمشر باید په دې اړه له نورو سره مشوره کړې وای.