سعودي عربستان وايي، هغه سړی، چې د جمعې په ورځ یې په دغه هېواد کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې په انتحاري حمله کې ۲۱ تنه وژلي وو، د سعودي عربستان تبعه او د اسلامي دولت په نوم د وسله والې ډلې غړی دی.
د سعودي عربستان د کورنیوچارو وزارت ویاند وویل، چې حمله کوونکی صالح بن عبدالرحمن نومېږي او امنیتي ځواکونو یې د نیولو هڅه کوله.
د ویاند په وینا عبدالرحمن د نجد ولایت له اسلامي دولت ډلې سره د یوې تړلې سختدریځې سعودي څانګې غړی دی.
د سعودي عربستان دولتي خبري اژانس وايي، چې د کورنیوچارو وزارت د جمعې د حملې په تړاو د دې ډلې ۲۶ غړي نیولي دي.