ولسمشر ولادیمیرپوتین پرون [شنبه] په روسیه کې، د غیر مطلوبو سازمانونو د فعالیت د محدودولو سند توشیح کړ.
دا سند تیره اونۍ د روسیې د پارلمان دواړو خونو تائید کړی وو.
د دې نوی قانون مخالفان وايي، چې په روسیه کې به د غیر حکومتي سازمانو فعالیت ته شدیده ضربه ورکړي.
نوی قانون د روسیې څارنوالۍ ته اجازه ورکوي چې بهرني سازمانونه د غیرمطلوبو اداروپه لست کې شامل کړي.
غیرمطلوبي هغو اداروته ویل کیږي چې د روسیې دفاعي قابلیت، امنیت، عامه نظم او عامې روغتیا ته ګواښ پيښولای شي.
د قانون پراساس، هغه کسان چې په روسیه کې داسې سازمانونو ته کارکوي، جریمه کیدلای او ان په شپږکاله بند محکومیدلای شي.
د بشري حقونو د څارنې نړېوال سازمان [Human Rights Watch] ویلي، چې دا قانون به په روسیه کې چې د مستبدانه بندیزونه لګول شوي لازیات کړي او د مدني ټولنې ساه به وباسي.