ظاهر قدیر: له ISI سره د افغان حکومت تړون د ډیورنډ کرښې د منلو په معنی ده

د افغانستان د ولسي جرګې مرستیال وايي له ای.اېس.ای سره د افغان حکومت له تړون داسې ښکاري چې د ډیورنډ کرښه دې ومنو.

ظاهر قدیر نن په عمومي غونډه کې وویل چې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د افغان حکومت د اطلاعاتو د تبادلې تړون داسې معنی ورکوي چې د ډیورنډ کرښه ومنو او ځینو نورو مسایلو ته هم غاړه کېدو.

ښاغلي قدیر وویل چې د ولسي جرګې ټول استازي له ای.اېس.ای سره د تړون د متن د ورسپارلو غوښتنه کوي؛ څو پرې بیا کتنه وکړي.

ویل کیږي ولسمشر هم پریکړه کړې چې له ای.اېس.ای سره د دغه تړون په سر بیا غور وشي.