سیداکبر اغا: که حکومت سوله غواړي باید د طالبانو غوښتنې په پام کې ونیسي

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا وايي؛ که حکومت غواړي چې سوله تامین کړي؛ باید د طالبانو غوښتنې په پام کې ونیسي.

د دې شورا رییس او پخواني طالب چارواکي سیداکبر اغا نن په کابل کې په یوه غونډه کې وویل چې افغان حکومت باید د سولې د تامین لپاره هره ممکنه لار وکاروي او د طالبانو غوښتنې دې ځواب کړي.

د افغانستان د خلاصون لارې عالي شورا رییس په داسې حال کې په حکومت دا غږ کوي چې له دې مخکې افغان حکومت په وار وار طالبانو ته د واک ورکولو مساله رد کړې ده.

افغان حکومت ویلي چې د سولې خبرې په واک کې د طالبانو د شریکولو او دې مسالې ته د لار هوارولو په معنی نه دي.