افغان پولیسو په کابل ښار د راکټي حملو مخه نیولې ده

د کابل امنیه قومنداني وايي، په ښار باندې د وسله والو مخالفینو د یو لړ راکټي حملو مخه یې نیولې ده.

د دې قومندانۍ ویاند عبدالله کریمي نن آزادي راډیو ته وویل؛ ملي پولیسو د کابل د پغمان ولسوالۍ له یوې غرنۍ سیمې نه څلور بم ام یو مرمۍ چې له لرې کنټرولیدې کشف او ونیولې.

ښاغلی کریمي وایي، له سیمې نه درې شکمن کسان هم نیول شوي دي.

اخوا د ملي دفاع وزارت ویلي چې د کابل له چهل دختران غره نه د قرغې د کمپ په سیمې یوه بم ام یو مرمۍ لګیدلې؛ خو څوک یې نه دي ژوبل کړي.