عبدالرحيم وايي په خپلو نويو لاسونو يې اول ”افغانستان“ وليکه

Your browser doesn’t support HTML5

عبدالرحيم هغه افغان پوځي دى چې په هند کې ورته روانه ميلادي مياشت د بل انسان لاسونه په برياليتوب پيوند شول. دى لومړى افغان دى چې دواړه لاسونه ورته په بريا پيوند کېږي. دى وايي په يوازې سره يې شا و خوا ٢٠٠٠ ماينونه شنډ کړي او لاسونه يې په ٢٠١٢م کال کې په کندهار ولايت کې د ماين د شنډولو پر مهال غوڅ شول. عبدالرحيم چې وايي د پخوا غوندې په عادي بڼه ليکل کولاى شي، له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې پر يوه کتابچه د ازادۍ راډيو نوم هم وليکه. دغه ويډيو د هغه د يوه دوست په مرسته په ټليفون ثبت شوې ده. احمد شيبر ورنه پوښتنې کوي