د ارزګان په مرکز ترینکوټ کې افغان سرتېرو ۸ وسله وال مخالفین وژلي دي

د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته کې ۸ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او د ملي پولیسو یو تن ټپي شوی دی.

د ارزګان د سرپرست والي ویاند دوست محمد نایاب آزادي راډیو ته وویل چې دا وسله وال مخالفان نن سهار پنځه بجې د مرکز ترینکوټ اړوند د بلوڅي؛ چوغک او ده جوز په سیمو کې د افغان سرتیرو پر پوستود حملې پرمهال وژل شوي دي:

"د بلوڅي او چوغک سیمو جګړه پای ته رسیدلې؛ خو د ده جوز په سیمه کې لا هم د افغان سرتېرو او وسله والو مخالفینو ترمنځ جګړه روانه ده.

د وسله والو اته تنه وژل شوي او مړي یې تر اوسه په سیمه کې پراته دي؛ دولس تنه نور ټپي شوي؛ وسله وال نیول شوي او د امنیتي کسانو له خوا روغتون ته انتقال شوي دي."

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.