نورستان: د بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې ۴ وسله وال وژل شوي

د نورستان ولایت امنیه قوماندان وایي؛ په دې ولایت کې د نړېوالو ځواکونو د بې پیلوټه الوتکې په برید کې څلور تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خلیل الله ضیایي آزادي راډیو سره خبرو کی وویل؛ دا حمله تېرماښام د وانت ویګل ولسوالۍ په مربوطاتو کې شوې ده.

د نورستان امنیه قوماندان زیاته کړه؛ په دې ولایت کې د بې پیلوټه الوتکو د بریدونو په نتیجه کې امنیت ښه شوی دی. دی وایي، د وسله والو پر ضد دا ډول حملې باید زیاتې شي.