په لغمان ولایت کې د سیمه ییز پولیسو د قومندان سیدحسین پر کور د وسله والو طالبانو په حمله کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د لغمان د سرپرست والي ویاند سرحدي ځواک آزادي راډیو ته وویل چې وسله والو مخالفانو تېره شپه د عمرزیو سیمه کې د قوماندان پرکور حمله وکړه. په دې حمله کې د قومندان سید حسین ځوی او یوه بله ښځه ټپیان شوي هم دي.