د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي؛ د بغلان ولایت په عملیاتو کې ۱۳۱ تنو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې وزارت د خاصو قطعاتو قومندان جنرال اسدالله شېرزاد نن آزادي راډیو ته وویل؛ له تېرو شلو ورځو راپه دې خوا په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې عملیات روان دي.
شېرزاد زیاته کړه چې د دې عملیاتو پرمهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ ۷۰ کورونه له وسله والو طالبانو څخه پاک شوي دي.
شېرزاد دغه راز وویل، په دې عملیاتو کې څلور پولیس ټپیان شوي دي.