د اسلامي دولت يا داعش وسله والې ډلې په عراق او سوریه کې پرمختګ کړی

د اسلامي دولت ډلې وسله والو د پنجشنبې په ورځ د عراق رمادي ښار کې خپل سنګرونه لا ټینګ کړل او د ښار په ختیځ کې د حکومتي ځواکونو دفاعي کرښې یې ماتې کړې.

وسله والو دغه راز د عراق او سوریې ترمنځ وروستۍ سرحدي دروازه چې د سوریې د حکومت په واک کي وه؛ هم ونیوله.

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډله وایي؛ د اسلامي دولت ډله په الطنف سرحدي دروازې واکمنه شوې او دا په دي معنی چې د سوریې حکومتي ځواکونو په دې سرحدي دروازې کنټرول له لاسه ورکړی.

په دې سربیره، د اسلامي دولت وسله والو د سوریې په "پالمیرا" ښار کې خپل واک پراخ کړی او له ۱۷ کسانو څخه یې سرونه پرې کړي دي. په دې کسانو تور لګول شوی و چې د بشار الاسد رژیم ته یې کارکاوه.

وسله والو دغه راز د دې ښار په لرغونو او تاریخي اثارو هم واک حاصل کړی؛ خو د له منځه وړلو په اړه یي تراوسه څه نه دي ویل شوي.

د سوریې د بشري حقونو څارونکو ډله وایي؛ د اسلامي دولت وسله وال دا مهال د سوریې له نیمایي څخه په زیاتې برخې واکمن شوي دي.

په پالمیرا ښار باندې له واک ټینګولو سره به وسله وال؛ د سوریې عصري پوځي تاسیساتو ته لار پیدا کړي او دغه راز به ختیځ ته د غځېدلې لویې لارې پر دښتو هم واکمن شي.