په نیمروز کې چارواکي وايي، د هغو اتو کسانو له ډلې چې غوښتل یې په دې ولایت کې انتحاري حملې وکړي؛ شپږ تنه یې وژل شوي.
د نیمروز امنیه قوماندان محمد قسیم جنګل باغ پرون ماښام آزادۍ راډیو ته وویل؛ دا پېښه د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې شوې ده. د جنګل باغ په وینا د دې پېښې علت هغه چاودنه وه چې د بریدکوونکو په ډله کې وشوه:
"اتو تنو انتحاریانو غوښتل چې پر ولسوالۍ برید وکړي چې له نیکه مرغه د دوی د یوه واسکټ د اغوستو پرمهال وچاودېد. په چاودنه کې د ډلې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور تښتېدلي دي."
د نیمروز د امنیه قوماندان په وینا؛ پېښه د چارشنبې په ماښام شوې. وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.