په اوکراین کې نیول شويو ۲ تنو اعتراف کړی چې روسي پوځیان دي

د اوکراین د بحران اروپايي منځګړي وايي؛ هغو دوو کسانو چې د اوکرایني ځواکونو له خوا نیول شوي دي؛ اعتراف کړی دی چې د روسیې د وسله والو ځواکونو غړي دي او له بېلتونپالو د ملاتړ لپاره مسکو استولي دي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ د سازمان له خوا د دې خبر افشا تردې دمه په اوکراین کې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوټین د مستقیمې لاسوهنې په اړه ټولو موثق سند دی چې خپرېږي.

کییف او لویدیځ متحدان یې له څو میاشتو را په دې خوا پر روسیې تور لګوي چې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتونپالو ملاتړ کوي او وسلې ورکوي؛ خو روسیه دا ادعاوې ردوي.

د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان وايي چې له دوو روسي اسیرو پوځیانو سره یې په یو پوځي روغتون کې د چارشنبې په ورځ مرکه وکړه او دواړو اعتراف وکړ چې د روسیې د پوځ غړي دي.