د سوریې د بشري حقونو یوه څارونکې ټولنه وايي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش وسله والو د سوریې د تاریخي ښار پالمېرا له نیولو وروسته اولس تنه ملکیان اعدام کړي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندنکې دی؛ وايي چې لږترلږه د څلورو کسانو سرونه غوڅ شوي دي. د دې ټولنې مشر رامي عبدالرحمن وايي؛ دا کسان د سوریې له رژیم سره په همکارۍ تورن وو.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې په وینا؛ د پالمېرا ښار د نیولو په عملیاتو کې چې څه باندې دوه اونۍ مخکې پیل شو؛ ۴۶۰ کسان وژل شوي دي. د چارشنبې په ورځ داعش ډلې پر دې تاریخي ښار چې د نړۍ د څو نورو تاریخي ښارونو په څېر د یونسکو د تاریخي میراثونو په فهرست کې دی؛ ولکه ټینګه کړه.
دا وېره شته چې داعش ډله به د عراق د څو ښارونو په څېر دا ښار هم ویجاړ کړي.
د اسلامي دولت ډلې د پلویانو پر ټویټر پاڼه په خپاره شوي بیان کې ویل شوي چې د پوځي قرارګاه په ګډون ټول پالمېرا ښار د داعش ډلې په ولکه کې دی او دا د سوریې لومړنی ښار دی چې په مستقیم ډول یې د سوریې له پوځي ځواکونو څخه نیولی دی.