د اروپايي ټولنې مشران به له ۶ ختیځو ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره غونډه وکړي

د اروپايي ټولنې مشران نن د دې اتحاديي له ۶ ختیځو ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره غونډه کوي.

دا سرمشریزه د لیتوانیا په پایتخت ریګا کې جوړیږي.

په دې دوه ورځنۍ سرمشریزه کې په دې خبرې کېږي چې څرنګه اروپايي ټولنه کولای شي له اوکراین، مالدوا، ګرجستان، اذربایجان، بېلاروس او ارمنستان سره د نژدې کېدو پروګرام عملي کړي.

روسیه دا سرمشریزه له نژدې څاري او د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیراروپايي ټولنې ته خبرداری ورکړی چې داسې ګام پورته نه کړي چې د روسيي ګټې له زیان سره مخ کړي.