د اوکراین پارلمان له روسيي د پوځي همکاریو یو شمېرموافقې لغوه کړې

د اوکراین پارلمان نن له روسيي سره د حکومتونوپه سطحه د پوځي همکاریو یو شمېر موافقې لغوه کړې.

په لغوه شوو موافقو کې په پوځي برخه کې د اوکراین او روسيي ترمنځ د ۱۹۹۵ کال موافقه او د اوکراین له خاورې په مالدوا کې د روسيي ځواکونو د ترانزیت تړون شامل دي.

د اوکراین پارلمان دغه راز له روسيې سره د پوځي استخباراتو په برخه کې د معلوماتو د شریکولو موافقه هم لغوه کړې ده.

د اوکراین پارلمان دا پریکړه په داسې وخت کې کړې چې دا هېواد او لودیدیځ متحدان يې پر روسيې تور پورې کوي چې د اوکراین په ختیځ له بیلتون پالو پوځي او مالي ملاتړ کوي.روسیه بیا دا تورونه ردوي.