د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ ښوونکو بيا درسي اعتصاب پیل کړی

د ننګرهار سره رود ولسوالۍ په سلګونو ښوونکي له تېرو دوو ورځو راهیسې په دې ولسوالۍ کې د بياځل لپاره تدریسي اعتصاب پيل کړی دی.

دغه ښوونکي وايي، چې د پخواني ولسمشرحامد کرزي د فرمان له مخې د پوهنې ریاست له لوري د دوی له پاره ځانګړې شوې ځمکې د یو شمېر زورواکو له خوا نیول شوي دي.

د سره رود ولسوالۍ د ښوونکو د اتحاديې رییس احسان الله احمدزي ازادي راډيو ته وویل، چې دوی دوه اونۍ وړاندې خپل کاري اعتصاب د دولتي چارواکو د ژمنو په اساس مات کړی و، ولې په خبره يې تراوسه د ځمکو د ویش څرک نه ښکاري:

((یوولسم د ثورباندې موږاعتصاب مات کړ، خو تراوسه پر موږ نه دي ویشل شوي.))

دغو ښوونکو دا اعتصاب داسې مهال پيل کړی، چې کلنیو ازاموینو ته د ګوتو په شمار ورځې پاتې دي؛ احمدزی وايي، که چېرې د دوی غوښتنې ونه منل شي نو زده کوونکي به د کلنۍ ازموینې څخه بې برخې پاتې شي:

((دا امتحان موږبلکل نه اخلو، که موږته خپل حق ورسیدو او نمرې پر موږ وویشل شوې او درې نیم سوه جریبه ځمکه يې موږ ته پوره کړه، نو بیاهمدا امتحان وروسته هم اخیستی شو، که موږته حق ونه رسیده د معارف د لمنځه تلو مسولیت به د چارواکو په غاړه وي.))

د ننګرهارد پوهنې ریاست مطبوعاتي مسول محمد اصف شینواري وویل، چې له دې مخکې په سرخرود او ښيوې ولسووالیو کې د ښوونکو په ښارګوټو کې د غصب ځيني ستونزې موجودې وې، خو په خبره يې دا ستونزه اوس اواره شوې ده.

شینواری وايي، یوازینی ستونزه، چې دوی ورسره مخ دي هغه د انجنیرانو د کمښت مساله ده، چې د ویش لړۍ ورسره ورور روانه ده:

((په دې کې شک نشته، چې په دې ښارګوټو کې مخکې ستونزې راولاړې شوې وې، ځینې زورور خلک وو، چې د ښوونکو په نمرو باندې يې خیټه اچولې وه، اوس هغه ستونزې اوارې شوي دي، په سره رود ولسوالۍ او ښیوې کې هم د ځمکو ویش روان دی، خو یوه ستونزه هغه دا ده، چې د شهرسازي ریاست پرسونل کم دي او په یو وخت کې دواړو ځایونو ته رسیدګي نشي کولای.))

دا دویم ځل دی، چې د سره ردو ولسوالۍ ښوونکي د خپل حق غوښتنې په موخه تدریسي اعتصاب کوي، له دې وړاندې د ښيوې ولسوالۍ ښوونکو هم تدریسي اعتصاب کړی و، چې د معارف ریاست د مسولینو په خبره اوس يې ستونزه اواره شوې ده.

ننګرهارـ شاه محمود شینواری