امریکا له اسلامي دولت سره د جګړې په خاطرله عراق سره مرسته کوي

د امریکا دفاع وزارت اعلان کړی چې له اسلامي دولت سره د جګړې په خاطرله عراق سره د پوځي تجهیزاتو مرسته کوي.

د امریکا متحده ایالتونودفاع وزارت یوه چارواکي پرون ویلي، چې تمه ده د جون په میاشت کې د ټانک ضد زر وسلې عراقي پوځیانو ته وسپاري.

د دغه چارواکي په خبره د امریکا او نړېوالې ټولنې په مرستو سره به په سیمه کې اسلامي دولت ډلې ډېر وځپل شي.

اسلامي دولت ډلې له دوو کلونو راهیسې په عراق او سوریې کې پراخې سیمې په خپل کنټرول کې راوستي دي او د امریکا او نړېوالې ټولنې له خوا یې پرضد عملیات روان دي.