د عراق د رمادي ښار په لويديځ کې زرګونو د شيعه مليشې غړي چې د ايران له خوا يې ملاتړ کيږي؛ راټول شوي دي. دوی د عراق په لويديځ کې د رمادي ښار د بېرته نيولو لپاره تياری نیسي چې د اسلامي دولت سخت دريځو لاسو ته لوېدلی دی.
د انبار د پوليسو مشر پرون ويلي چې ګڼ شمېر سرتيري د رمادي ښار په اوه کيلو مترۍ کې په حصيبه سيمه کې راټول شوي دي.
له دې مخکې خبر ورکړل شوی و چې شا او خوا ۳۰۰۰ مليشې له رمادي ښاره ليرې په يوه پوځي کمپ کې د "تيار سئ" په حالت کې دي.
د اسلامي دولت سخت دريځو دوې ورځې مخکې رمادي ښار ونیو.
د امريکا په مشرۍ اييتلاف ویلي چې د می د اتلسمې راهيسې يې د اسلامي دولت پر اهدافو ۲۱ هوايي بمبارۍ کړي دي چې اووه يې په سوريه او ۱۴ يې د رمادي په ګډون په عراق کې کړي دي.