د روسیې د کورنیو چارو وزیر په یوه نا اعلان شوي سفر کابل ته راغلی

د روسيې د کورنيو چارو وزير پرون په کابل کې له افغان چارواکو سره وليدل. افغانستان ته د ده د سفر په اړه مخکې اعلان نه و شوی.

د افغانستان د جمهوري رياست له خوا په خپره شوې يوه اعلاميه کې راغلي چې د روسیې د کورنيو چارو وزير ولاديمير کولوکولڅيف د يوه لوړپوړي روسي پلاوي په مشرۍ له ولسمشر محمد اشرف غني سره په ارګ ماڼۍ کې وليدل.

دواړو لورو د دوه اړخيزه اقتصادي او امنيتي او د تروريزم پر ضد د مبارزې په اړه خبرې وکړې.

په اعلاميه کې راغلي چې دواړو لورو تروريزم د سيمې او نړۍ لپاره یو خطر وباله او د دې پديدې د ختمولو لپاره يې پر ګډو همکاريو ټينګار وکړ.