د پروان په کوه صافي کې د غره ښویېدنې یوشمېر خلک زیانمن کړي دي

د پروان ولايت په کوه صافي ولسوالۍ کې د غره د ښويېدو له امله ګڼ شمېر کلي زيانمن شوي دي.

ځايي اوسېدونکي وايي چې د غره د ښوېدلو له کبله د تګ راتګ لارې بندې شوې او همداراز د څښلو او کرنې لپاره د اوبو جریان هم قطع شوی دی.

له ځايي اوسېدونکو څخه یوه کس ازادي راډيو ته وويل:

"زه د خطاب کلي ملک يم. دغه غر راښويېدلی دی او څو ورځې کيږي چې د غره ښويېدنه دوام لري. ۵۰ جريبه مځکه چې له همدې بيالې څخه خړوبیږي، په بشپړه توګه خرابه شوې ده."

د کوه صافي ولسوالۍ چارواکي وايي چې دا موضوع يې له طبعي حوادثو سره د مبارزې ادارو ته وړاندې کړې ده او په خپله هغوی هم د مرستو لپاره اقدام کړی دی.

خو د کوه صافي د ولسوال په وينا؛ د دې ولایت په لېرې پرتو سيمو کې د امنيتي ستونزو له کبله حکومت نه دی توانېدلی چې د طبيعي افاتو څخه اغېزمنو کسانو ته په دې سيمو کې مرسته ورسوي.