افغان چارواکو تایید کړه چې د روسېي د کورنیو چارو وزیر نن کابل ته راغلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند شکیب مستغني ازادي راډیو سره خبروکې وویل، چې د روسېي د کورنیو چارو وزیر د افغانستان د کورنیو چارو د وزیرپه بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.
که څه هم کابل ته د روسیې د کورنیو چارو د وزیرد سفر اجنډا معلومه نه ده خو ویل کیږي چې د دواړو هېوادونو د کورنیو چارو وزیران به له تروریزم او نشه يي موادو سره د مبارزې او د افغانستان په شمال کې د وروستیو ناامنیو په اړه خبرې وکړې.