د جلال اباد ـ تورخم د دویم سړک د جوړولو کار پيل شو

Your browser doesn’t support HTML5

افغان او پاکستاني چارواکو یو واربیا د جلال اباد – تورخم سړک د دویم لاین کار پرانسته وکړه. په دې پرانست غونډه کې له پاکستانه د راغلي پلاوي مشرميجرافضل رسنيو ته وویل، چې د دې سړک پرانیسته په تېرکې هم شوې وه، چې بیا د ځينو ستونزو له امله يې پرې کار دریدلی و. دی وايي، دا ځل یې په عملي ډول د دې سړک د جوړیدو پرانیسته وکړه، چې په کال دننه کې به يې چارې بشپړې شي.