د کابل ابتدایه محکمې د فرخندې په قضیه کې۱۱پولیس په یو- یوکال بندمحکوم کړل

د کابل ښارابتدايي محکمې د فرخندې د وژلو په پيښه کې د وظیفوي غفلت له امله یوولس پولیس په یو- یوکال بند محکوم او اتو نورو ته یې برائت ورکړ.

د دې محکمې مشرصفي الله مجددي نن د پولیسود محاکمې پرمهال وویل، چې اته نورځکه بري الزمه اعلان شول چې په اړه یې کافي شواهد نه وو، موجود.

ښاغلي مجددي زیاته کړه، چې دغه فیصله په پوره بې طرفي او د قانون په نظرکې نیولو سره شوې او یاد کسان کولای شي د استېناف محکمې غوښتنه وکړي.

تردې وړاندې همدې محکمې د فرخندې په وژنه کې ښکیل څلورکسان په اعدام او اته نور يې په شپاړلس کاله بند محکوم کړل.

د فرخندې په قتل کې نهه څلویښت کسان تورن پيژندل شوي وو، چې دیرش یې ملکیان او نولس یې پولیس وو.