اوکراین پردوو نیول شوو روسي سرتیرو د تروریزم تورونه پورې کړي

اوکراین وايي، دوی به پرهغو دوو روسي سرتیرو چې د دې هېواد د چارواکو په وینا د اوکراین په ختیځ کې د روس پلوو بیلتون غوښتونکیو ترڅنګ جګړه کې نیول شوي د تروریزم تورونه پورې کړي.

د اکراین د امنیتي ادارې مشر والنټاین ناليویشینکو (Valentyn Nalyvaychenko) پرون ( دوشنبه ) په کییف کې خبریالانوته وویل، دا دوه کسان به د تروریستي جرمونو د ترسره کولو او تروریستي فعالیتونو د ترسره کولو له تورونو سره مخ شي.

د اوکراین پوځ چې د بیلتون غوښتونکو پرضد جګړه د تروریزم ضد عملیاتو په نوم پر مخ وړي وايي، دا دوه روسي سرتیري يې په لوهانسک کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نژدې نیولي دي.

روسیې بیا بیا د کییف، لویدیځوهېوادونو او ناټوهغه تورونه رد کړي چې ګوندې دا هېواد د اوکراین په کړکیچ کې بیلتون غوښتونکو ته وسلې، روزنه او سرتیري ورکوي.

ملګرې ملتونه وايي، د اوکراین په کړکیچ کې د ۲۰۱۴ میلادي کال د اپریل د میاشتې راهیسې شپږ زره اوسل ( 6100) کسان وژل شوي دي.

په یوه خپره شوې ویډیوکې یو سرتیري چې اوکراین يې په جګړه کې د نیولو ادعا کوي ښودل کیږي او وايي، د روسيې د ځانګړو ځواکونو سرتیری دی.