ټاکل شوې چې نن د فرخندې د وژلوپه پیښه کې د ښکیلو نولسو پولیسو علني محاکمه ترسره شي.
د کابل د درېیمې حوزې د ابتدایه محکمې رییس صفي الله مجددي پرون(دوشنبه) په دې اړه ازادي راډيوته وویل، چې د دغو پولیسو د تورونوپه اړه تحقیقات په بشپړیدو دي:
((تمه لرو چې د غرمې په لسو بجوبه د کابل د استناف د محاکمو په تالار کې، د فرخندې د قتل په تړاو د نولس تنو پولیسو د محاکمې غونډه جوړه شي.))
تردې مخکې د کابل ابتدایه محکمې د فرخندې د وژنې په جرم څلورکسان د اعدام په سزا او اته نور په شپاړس کاله بند محکوم کړل.
فرخنده شاوخوا دوه میاشتې وړاندې قهرجنو کابل ښاریانو په دې تورچې ګواکې قران شریف یې سوزولی په وهلو ټکولو ووژله او بیا یې مړي ته ور واچوه.