امان: مخالفین په خپل ټول زور سره بیا هم له ماتې سره مخ شول

Your browser doesn’t support HTML5

د د فاع وزارت وايي، وسله والو مخالفانو په تېروڅلور میاشتو کې په افغانستان کې ۱۶ سوه بېلابېلې حملې کړې، خو بیا هم خپل هدف ته نه دي رسېدلي. د دې وزارت مسوولینو د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې یادوحملو ته په کتو د افغان ځواکونو مرګ ژوبله کمه او د وسله والو مخالفینو مرګ ژوبله زیاته وه.