کریملین وایي، مسکوته د اروپایي او اروپا - اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو د مرستیال وزیرې ویکتوریا نولانډ سفربه د امریکا او روسیې د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کیدو علامه وې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، نولاند د مې په ۱۷ مه مسکو ته تللې او نن به د روسیې له جګ پوړو حکومتي چارواکو سره د اوکراین په ختیځ کې د اوربند د عملي کیدو په نورو اقداماتو بحث وکړې.
تیره اوونۍ د امریکا د بهرنیوچارو زویرجان کري په مسکو کې د روسیې له جمهوررئیس ولادمیرپوتین او د بهرنیوچاروله وزیر سرګي لافروف سره کتلي وو.
ویکتوریا نولاند نن په مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سرګي ریابکوف او د بشري حقونو له سابقه لرونکې فعالې لودمیلا الکسییفا سره وکتل.