د ایران دفاع وزیرله جګ پوړو عراقي چارواکو سره د خبرو په مقصد بغداد ته رسیدلی دی.
جنرال حسین دهقان په داسې حال کې بغداد ته لاړچې د اسلامي دولت وسله والو پرون د انبار ولایت مرکز رمادي ونیوه.
عراقي چارواکي وایي، د ایران ملاتړې شیعه ملیشه ځواکونه له حکومتي عسکرو سره یوځای، د رمادي ښارد بیرته نیولو لپاره منسجم شوي دي.
د ایران دولتي خبري رسنۍ وایي، دهقان به له عراقي چارواکو سره په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت او د تروریزم پر ضد د دفاعي او پوځي همکاریو د پراختیا پرلارو چارو خبرې وکړې.
په عین حال کې د روسیې تاس اژانس په مسکو کې د عراق د سفارت په حواله وایي، د عراق صدراعظم حیدرالعبادي به د مې له ۲۱ مې نه تر ۲۳ مې پورې له مسکوه لیدنه وکړې.