دفاع وزارت: مخالفانو هڅه کوله چې یو شمېر ولسوالیو ته سقوط ورکړي چې دې هدف ته ونه رسیدل

د افغانستان د دفاع وزارت چارواکې وایې، چې وسله والو طالبانو په تیروڅلورو میاشتو کې له شپاړس سوو 1600 څخه ډير ګواښونکې حرکتونه درلودل خو دوې خپلو اهدافو ته نه دي رسیدلي.

د دې وزارت د اپراسیون مشرجنرال افضل امان نن د یوه خبري کنفرانس پرمهال وویل، چې وسله والو مخالفانو هڅه کوله چې یو شمېر ولسوالیو ته سقوط ورکړي چې دې هدف ته ونه رسیدل.

نوموړي وویل، چې افغان ځوکونه وتوانیدل چې د وسله والو طالبانو حملې شنډې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په بېلابېلو ولایتونو کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړې روانې دي.