ټاکل شوې چې سبا د فرخندې د وژلو په پیښه کې د ښکیلو نولسو پولیسوعلني محاکمه ترسره شي.
د کابل د درېیمې حوزې د ابتدایه محکمې رییس صفي الله مجددي ازادي راډيو ته وویل، چې د دغو پولیسو د تورونو په اړه تحقیقات په بشپړیدو دي.
د کابل ابتدایه محکمې د فرخندې د وژنې په جرم څلورکسان د اعدام په سزا او اته نور په شپاړس کاله بند محکوم کړل.
فرخنده شاوخوا دوه میاشتې وړاندې قهرجنو کابل ښاریانو په دې تور چې ګواکې قران شریف سوځولی په وهلو ټکولو ووژله او بیا یې مړي ته ور واچوه.