عراقي چارواکې وایي، شیعه ملیشه ځواکونوله حکومتې عسکروسره په ګډه، د انبار ولایت د مرکز رمادي ښارد بیرته نیولو په مقصد ځانونه منظم کړي دي. دا ښار وړمه ورځ د اسلامي دولت وسله والو نیولی و.
د انبار د ولایتي شورا مشر صباح کرحوت وایي، شیعه جنګیالې د حکومت ترچترلاندې ډلې حشد الشعبي په لیکو کې د یکشنبې په ورځ رمادي ته نږدې له حکومتي ځواکونو سره یوځای شوي دي.
رمادي د بغداد د لویدیځ په ۱۱۰ کیلومیترۍ کې پروت دی.
ایران پلویو شیعه ملیشو په اپریل میاشت کې تکریت ښارد اسلامي دولت وسله والو څخه نیولی و، خو په دې ملیشو تور لګول شوی چې د شیعه ګانو د انتقام په نامه یي د سنیانو پر وړاندې سخت ظالمانه او وحشیانه اعمال ترسره کړي دي.
د عراق صدراعظم حیدرالعبادي، په انبارکې حکومت پلوي سنې قومې مشران او د امریکا متحده ایالات په رمادي کې د شیعه ملیشو له ځای پرځای کیدو سره موافق نه دي، خو د انبار سني مشرانو نن وویل، په دې وروستیو ورځو کې ثابته شوه چې د حشد الشعبي شیعه ملیشو له مرستې پرته حکومتي ځواکونه د اسلامي دولت د وسله والو پر وړاندې څه نه شي کولای.