شاوخوا دوه سوو دیني عالمانو د پاکستان لاهور ښار کې د ځان وژنې پرضد فتوی صادره کړه.
په دې فتوی کې چې پرون په لاهورکې د دیني علماو کنفرنس کې صادره شوه، راغلي: ځان وژونکې حملې د اسلامي شریعت له مخې حرامې دي.
دیني عالمانو دغه راز وویل، د تحریک طالبان پاکستان، القاعده او نورو بنسټ پالو ډلو فلسفې غیراسلامي دي او د بې پروایي پراساس برابرې شوي دي.
په فتوی کې دغه راز ویل شوي، په یوه اسلامي دولت کې د غیرمسلمانو خلکوساتنه او امنیت حتمي او لازمي دی.
دیني عالمانو دغه رازپه فتوی کې ویلي، کوم کسان چې د ماشومانود ګوزڼ یا پولیو د کمپاین په اړه خلکو ته غلط معلومات ورکوي او په ښځینه روغتیایي کارکوونکې وژنې، ډیربد جنایت کاران دي.