ارزګان: طالبانو په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر ۱۲ پوستو حمله کړې

د ارزګان چارواکي وایې، چې تیره شپه وسله والو طالبانو په خاص ارزګان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر دولسو پوستو حمله کړې وه.

د دې ولایت د والي ویاند دوست محمد نایاب ازادي راډيو ته وویل، چې په دې حمله کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دې پېښې مسوولیت وسله والو طالبانو منلی.

د یوه بل خبر کې له مخې نن سهار ناپیژنده وسله والو د ارزګان په شا زمان لیسې حمله کړې چې یو ښوونکی یې وژلی دی.

په عین حال کې چارواکي وایې، چې په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې افغان ځواکونو د وسله والو مخالفانو د ځپلو لپاره تصفیوي عملیات پیل کړي دي.