د کندهار روغتیايې چارواکي وایي، چې د دې ولایت څوارلس فیصده ماشومان په خوارځواکۍ یا سو تغذیه ناروغۍ اخته شوي دي.
د دې ولایت د عامې روغتيا رياست د کوچنيانو د تغذي مشراحمدالله فیضي ازادي راډيو ته وویل، چې د تېريوه کال راهيسي دوي د سره صليب د نړېوالې کمیټې په مرسته د دې ناروغۍ د له منځه وړلو لپاره کار کوي.
نوموړي وویل، په دې ترڅ کې يې يوازې په ١٣٩٣ کال کې د ١٢٠٠٠ماشومانو ته درملنه شوې.
ښاغلی فیضي د خوارځواکۍ عمده لامل فقر، بې سوادي، جګړه او د کورنيو له خوا کوچنيانو ته نه پاملرنه یادوي.