د کابل د هنډبال لوبډلې په یوه دوستانه لوبه کې د تاجکستان ټیم ته ماته ورکړه
Your browser doesn’t support HTML5
په کابل کې د هنډ بال ټورنمنټ د دوستانه لوبو په ترځ کې د کابل غوره ټیم وتوانید د تاجکستان ټيم ته ماتې ورکړي.په کابل کې د هنډبال د فدراسیون رییس یوسف نیازي آزادي راډيو ته وویل؛ د دغه ټورنمټ
په لومړۍ لوبه کې د کابل الف غوره ټیم وتوانید ۴۶ د ۳۹ پر وړاندې د تاجکستان ټيم ته ماته کړي.
ښاغلي نیازي زیاته کړه چې تر لومړې لوبې وروسته د نن ورځې په بله لوبه کې د یونایټېډ بانک ټیم وتوانید ۴۴ د ۲۸ پر وړاندې د تاجکستان غوره ټيم ته ماته ورکړي.
په دغو سیالیو کې شپږو ټیمونو له کابل؛ یوه له هرات او یوه بهرني ټیم له تاجکستان څخه ګډون کړی دی.