سعودي عربستان له يوه پاکستاني سړي نه، پرون سر پرې کړ

سعودي عربستان له يوه پاکستاني سړي نه، چې د مخدره موادود قاچاق په تورد مرګ په سزا محکوم شوى و، پرون سرپرې کړ.

د سعودي عربستان د کورنيو چارو وزارت وويل، له دې سره په روان کال کې په دغه هېواد کې د اعدامونو شمېر٨٤ ته ورسېد.

د دغه وزارت په اعلاميه کې راغلي افتخاراحمد عنايت په خپله معده کې د هيروئينو د ځاى پرځاى کولو او سعودي ته يې د هغو د قاچاق په تورمجرم پېژندل شوى و.

د بخښنې نړېوال سازمان سعودي عربستان د هغو درېيو هېوادونو په ليست کې نيولى، چې په ٢٠١٤میلادي کال کې زيات اعدامونه په کې شوي وو.

د سعودي عربستان د اسلامي شريعت له مخې د مخدره موادو قاچاق، زنا، وژنې، مرتد کېدلو او وسلوالې غلا ته د مرګ سزا ټاکل شوې ده.