افغان حکومت د دولتي ښارګوټو په قراردادونو کې د فساد دوسیې څېړي

افغان حکومت په پام کې لري چې د دولتي ښارګوټو په قراردادونو کې د فساد دوسیې وڅېړي.

ولسمشراشرف غني پرون وویل چې د دولتي ښارګوټو ټول پخواني قراردادونه به څېړل کېږي او له هغو دولتي مامورینو سره به، چې په دې قراردادونو کې یې ناوړه استفاده کړې حساب کتاب کېږي.

افغان ولسمشر د ښار جوړولو وزارت له چارواکو سره په کتنه کې وویل، فاسد دولتي مامورین به تشخصېږي او ترعدلي څارنې لاندې به نیول کېږي.

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې هېڅ دولتي کارکوونکی باید له خصوصي سکټور سره شراکت او ونډه ونه لري.

افغان ولسمشرهمدا راز زیاته کړه چې د ښارجوړولو وزارت دې د غیرپلاني سیمو د پلاني کولو او د ښارګوټو د مدیریت لپاره حقوقي چوکاټ رامنځته کړي.

د ښارګوټو او تجارتي ساحو په قراردادونو کې فساد چې د دولتي ځمکو غصب یې مهمه برخه ده، د تېرو دیارلسوکلونو لویه ستونزه ګڼل کېږي او باوردا دی چې جګپوړي چارواکي په کې ښکېل دي.